مارچ-۲۵-۲۰۲۳
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د شنبې ماښام خپلو لسګونه زره پلویانو ته چې د مینار پاکستان چوک کې د حقیقي ازادۍ په نوم جلسې ته راټول شوي وو ، وویل چې د پاکستان اوسنیو واکمنانو ملک په تیزۍ سره تباهۍ خواته روان کړیدی. او د حل لاره ورته نلري. نوموړي خپلو خبرو کې زیاته کړله چې ، “د نااهله واکمنانو له امله ملک کې قرضې ډېرې شوي. صنعتونه بند او قیمتونه لوړ شوي. ملک په تیزۍ سره تباهۍ خواته روان دی. خو دوی د یادو مشکلاتو حل پر ځای دې فکر کې دي چې عمران خان څنګه څنډې ته کړو.” عمران خان د خپلو خبرو په ترڅ کې یو ځل بیا پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې د هیڅ ظالم په وړاندې سر ټيټ نکړي. او حقیقي ازادۍ لپاره وجنګیږي. همدا شان عمران خان د خپلو خبرو منځ کې ځای ځای د پاکستان پولیسو او نورو امنیتي ادارو لخوا پر خپلو پلویانو د تشدد او ظلم کیسو تر څنګ هغه ویډیوګانې هم د جلسې ګډونوالو ته وښودلې چې هغې کې د پاکستان پولیسو او نورو امنیتي ادارو لخوا د تحریک انصاف ګوند پر پلویانو تشدد او زیاتی شوی.