د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د ار ټي(RT) تلویزون سره تازه مرکه کې ویلي چې د پاکستان پوځ پخواني مشر جنرال جاوید قمر باجوه زما خلاف امریکا کې لابی ګر حسین حقاني کرایه کړی وو چې زما خلاف زهنیت سازي وکړي. عمران خان تور پورې کړ چې اصل کې زما څخه د واک اخیستو غوښتنه د امریکا لخوا وروسته له هغه مطرح شوله کله چې زه د روسیې له سفر راوګرځیدم. هغه وخت جنرال جاوید قمر باجوه زما د حکومت په پیسو حسین حقاني کرایه کړی وو. چې زما خلاف امریکا کې زهنیت سازي وکړي. حسین حقاني امریکایانو ته ویلي وو چې عمران خان په خپل سر روسیې ته تللی. پوځ او نور چارواکي ورسره یوه خوله نه وو. او عمران خان د امریکا ضد شخص دی. نو هغه وو چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت بیا په یوه رسمي پټه اړیکه کې د پاکستان چارواکو څخه زما د واک اخیستو غوښتنه کړي وه. او د نه عمل په صورت کې د سختو پایلو دړکه هم ورکړي وه. چې پر سبا یې زما څخه د واک اخیستو بهیر پیل شولو. ما هغه اړیکه د حکومت دننه رسمي چینلونو کې رسوا کړله. خو ستونزه ما ته د خپل پوځ مشر لخوا جوړه شوي وه. د یادولو ده چې پاکستان مشهور خبریال حامید میر یوه بیان کې دعوه کړي وه چې عمران خان واک ته د پاکستان پوځ مشر جنرال باجوه وروسته له هغه راوستو کله چې شهباز شریف هغه وخت د خپل ورور نواز شریف پر ځای د لومړي وزیر څوکۍ څخه په شاه شوی وو.