د امریکا پخواني دیپلومات زلمي خلیلزاد چې دې وروستیو کې یې د پاکستان امنیتي ، اقتصادي او سیاسي حالاتو په اړه پاکستان ته د مفتو مشورو ورکولو لړۍ پیل کړي، پاکستان اندیښمن کړی چې ایا دا خو به چېرې د امریکا حکومت رسمي نظر نه وي. نو د پاکستان ارې خبري چینل د دریم (دوشنبې) په ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانټ پټيل څخه د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د امریکا زلمي خلیلزاد د مفتو مشورو لړۍ په تړاو وپوښتل چې ایا د خلیلزاد دا مشورې خو به د امریکا حکومت رسمي نظر څرګندونه نکوي ؟ د ارې خبري چینل په ځواب کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویډانټ پټېل وویل چې ، “زلمی خلیلزاد د امریکا یو تبعه دی. او د خپل شخصي نظر څرګندونو حق لري. خو نظر یې دا مهال د امریکا په حکومت پورې اړه نلري.” د یادولو ده چې زلمی خلیلزاد د امریکا مخکښو پخوانیو دیپلوماتانو څخه دی. چې د پاکستان حالاتو په اړه یې خپل تازه وروستي نظر کې يې ویلي وو چې “د پاکستان سیاسي حالاتو څخه داسې ښکاري چې د پاکستان واکمن پارلماني ایتلاف به په يوه خوله د پاکستان سترې محکمې څخه په ټاکنو کې د عمران خان برخه اخیستو مخنیوي غوښتنه وکړي.” نوموړي زیاته کړي چې “داسې ښکاري چې د پاکستان واکمن ایتلاف هڅه کې دی چې عمران خان د ملک لومړۍ درجه دوښمن معرفي کړي. او پدې ډول سره ټاکنو کې د عمران خان مخنیوی وکړي.” خلیلزاد وړاندې کاږلي چې “که چېرې واکمن اېتلاف دغه عمل ترسره کړ نو پاکستان کې به د وار له مخې خراب سیاسي، امنیتي او مالي بحرانونه نور هم ژور شي.” نوموړي د خپل بیان په ترڅ کې د پاکستان پر عدالت هم غږ کړی چې “که د پاکستان واکمن اېتلاف د خپل دغه ناوړه سیاست څخه په شاه نشول نو محکمه د واکمن ایتلاف غوښتنې ته غوږ و نه نیسي. “