د افغانستان پخواني اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني په یوه پرانیستي لیک کې طالبانو ته لیکلي چې، په واک کې دې افغانستان نور قومونه هم ورشریک کړي، ځکه چې افغانستان د ټول ګډ کور دی. جهاني په خپل پرانیستي لیک کې د طالبانو تر منځ د واک ویش ته هم ګوته نیولي او زیاته کړیده چې د لوی کندهار طالبانو واک انحصار کړی او زیاته برخه یې ټوله دوی نیولي ده. جهاني د خبرداري په ډول خپل لیک طالبانو ته لیکلي که چېرې سبا ته دا واک د دوی له ګوتو اوځي، نو تکلیف به يې بیا ټولو پښتنو ته رسیږي. نوموړي د خپل لیک یوه برخه کې لیکلي “چي نه پښتانه او نه د افغانستان هیڅ قوم دا حق لري چي قدرت انحصار کړي او نور قومونه، چي د پښتنو په څېر، له سل هاوو او حتی زرهاوو کلونو راهیسي په دې خاوره کي اوسیږي له قدرت څخه محروم او تجرید کړي. ستاسي د نظام اوسنی قدرت نه یوازي د پښتنو بلکه په خاصه توګه د جنوب غرب د حوزې د طالبانو، یا په اصطلاح لوی کندهار، په لاس کي دی. په دې توګه مو د هیواد ټول اقوام، تاجک، هزاره، اوزبیک، ترکمن او نور واړه قومونه، او حتی غیر کندهاري پښتانه، له ځان څخه خوابدي کړي او ټولو پښتنو ته، په تېره بیا د جنوب غرب د حوزې اوسېدونکو ته، بد بین کړي دي. که خدای مه کړه کومه بده پېښه کیږي ( چي حوادث، لکه څرنګه چي ومو لیدل، په هیڅ توګه د اعتبار وړ نه دي) نو بیا به ټول پښتانه، چي ستاسي سره په هیڅ ډول ګټه کي شریک نه ول په ټول تاوان کي درسره شریک وي.” ښاغلي جهاني د خپل لیک یوه بله برخه کې د پيغور په ډول طالبانو ته ویلي چې د امریکا په ۴۰ میلیوني مرسته مه نازیږی. هغوی چې اشرف غني او عبدالله پریښودل تاسو به هم یوه ورځ پریږدي. نوموړي خپل لیک کې دوی ته دا هم ویلي چې زما خبرې ټوکې مه ګڼی. جهاني زیاته کړي چې “زما دا خبري ټوکي مه ګڼۍ. دلته، زموږ مخي ته، د شوروي اتحاد سرو لښکرو شرمونکې ماته وکړه. د پاکستاني مجاهدینو د وحشت نظام ستاسي په مقابل کي، چي له هغوی څخه د خلکو نارضاییت مو اصلي ملګری وو، سقوط وکړ. ستاسي لومړني نظام له وهابیانو سره د دوستی او له خپلو خلکو سره د دښمنۍ کولو سزا ولیده. د امریکا او ټولي ناټو قواوو په دې خاوره کي ماته وکړه. تاسي څه فکر کوی؟ تاسي له فولادو جوړ سوي یاست؟ زه دا منم چي امریکا به تاسي ته د ډالرو څلوېښت میلیوني بستې را استوي. مګر د ا بستې هم تر قیامته دوام نه کوي. امریکا چي د حامد کرزي او اشرف غني د حکومتونو سره وفا ونه کړه ستاسي سره یې هم انډیوالي تر مطلبه ده.”