یوې ځایي سرچینې رسنیو ته د پنجشیر ولایت مقام دننه د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی.
سرچینې زیاته کړي چې دغه جګړه د شنبې شپه ۱۲ بجې د دغه ولایت په مرکز کې د وسله والو طالبانو دوو ډلو ترمنځ رامنځ ته شوه او شاوخوا یو ساعت یې دوام وکړ.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په پنجشېر ولايت کې د طالبانو نظامي کمېسيون له دې مخکې د دولتي ادارو د کارکوونکو د مبايلونو د کتلو پرېکړه کړې وه، خو د دغه ولايت د استناف محکمې رييس له دې حکم سره مخالفت وکړ، چې ويل کېږي د دواړو ترمنځ د شخړې وروسته وسلواله نښته رامنځته شوي چې له امله یې دپنجشير داستيناف محکمې رييس دپښې په ساحه کې ټپي شوى او دپنجشير ايمرجنسي روغتون ته وړل شوى دى. خو یاده نښته کې د نوروې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نشته.او نه د طالبانو رسمي سرچینو تر اوسه پدې اړه رسنیو ته څه ویلي.