د خیبر پښتونخوا اړوند کوهاټ پولیسو یوې سرچینې هېواد پریس ته ویلي چې نن د پاکستان هوایي ځواکونو یوه الوتکه چې په معمول ګزمه بوخته وه، د کوهاټ سیاب ګاون صحرایي سیمه کې د الوتکې توازن د لاسه ورکولو له امله یې دوې اضافي تېلو ټانکۍ د تنې بېلې شوي، او پر ځمکه راغورځیدلي. امنیتي سرچینې ویلي چې دا الوتکه د پېښور څخه الوتلي وو. او بیرته خوندي ستنه شوي. ځایي پولیسو رسنیو ته ویلي چې یوه ټانکی پولیسو موندلي. او بله پسې لټون روان دی.