د هند څخه خبري سرچینو خبر ورکړی چې هند کې د طالب پلوي دیپلومات لخوا چې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت لخوا ډهلي کې د افغان سفارت لپاره د نوي شارزدافیر مکتوب په لاس لري، د یاد سفارت چارو واک لاسته راوړلو هڅه ناکامه شوي. هند کې د افغان سفارت جمهوري سفیر فرید ماموندزي رسنیو ته ویلي چې د قادرشاه په نوم یو طالب پلوي دیپلومات هڅه کې وو چې هندوستان کې د افغان سفارت واګي په لاس کې واخلي. خو د سفارت جمهوري دیپلوماتانو لخوا شړل شوی او اجازه نده ورکول شوي چې د سفارت رسمي ټاپو څخه په ګټه هند حکومت ته د نوي شارزدافیر په توګه ځان ور وپيژني. په هندوستان کې د پخواني جمهوري حکومت لخوا ټاکل شوي سفیر فرید ماموندزي بي بي سي سره نن خبرو کې ویلي چې د پخواني جمهوري حکومت ړنګیدو لخوا تر اوسه ۱۴ ځله ورته داشان مکتوبونه رسیدلي. خو تر اوسه یو یې هم پدې ندی توانیدلی چې د هند حکومت رضا خپله کړي او د جمهوري دیپلوماتانو واک څخه سفارت وباسي. د یادولو ده چې تر اوسه د یادې دعوې په اړه د طالبانو بهرنیو چارو وزارت رسمي بیان مخې ته ندی راغلی.
د ااا پلوي دیپلومات لخوا هندوستان کې د افغان سفارت لاسته راوړلو هڅه ناکامه شوي
مخکینی پوسټ