د امریکا جمهور رئیس جوبایډن د اګست یولسمه د ایران سره پر هغې سیاسي هوکړې لاسلیک وکړ. چې دې ایران لخوا ۵ بندي امریکایان به د ایران ۶ بېلیونه کنګل شویو روپیو ازادیدو په بدل کې خلاص شي. د امریکا ملي امنیت شورا ویاند اډرین واټسن تازه بیان کې ویلي چې د ایران حکومت سره د یادې ځانګړې هوکړې له مخې ۵ امریکایي بندیان وار له مخکې د جېل څخه کور نظر بندی ته انتقال شوي. او تمه کېږي چې ژر ازاد شي. یوې باخبره سرچینې د امریکا اې بي سي خبري کانال ته ویلي چې د ایران سره د اوږدو خبرو وروسته امریکا د خپلو پنځو اتباعو ازادولو بدل کې د ایران ۶ بېلیونه کنګل شویو روپیو ازادولو باندې هوکړه کړي. د یادې سرچینې په وینا چې د یادو بندیانو خوشي کیدلو وروسته به ایران د جنوبي کوریا په یوه بانکي اکاونټ کې خپلو هغو ۶ بېلیونه کنګل شویو پیسو ته لاس رسۍ پیدا کړي. چې پر ایران د نړیوالو بندیزونو په ترڅ کې کنګل شوي. سرچینې ویلي چې که څه هم امریکا د خپلو بندیانو ژر خوشي کیدلو تمه لري. خو داسې هم کیدای شي چې دا پروسه څو نورې هفتې وخت هم ونیسي. سرچینې د یادې هوکړې منځګړتوب په هکله ویلي چې امریکا او ایران له ۱۹۸۰ کال راهیسې یو بل سره رسمي ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري. د یو او بل ترمنځ ټولې رسمي اړیکې د غیر مستقیمو چینلونو له لارې ترسره کیږي. او دا خبرې اترې هم په لومړي سر کې د عمان او قطر په منځګړیتوب ترسره شوې، چې متحده عربي امارات، عراق او سویس هم ورسره اوس مرسته کوي.