د رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د ایران سپاه پاسدارن لوی درستیز جنرال حسین سلامی نن د جمعې په ورځ تهران کې د سفارت وژل شویو افسرانو جنازې په مراسمو کې خبردارۍ ورکړی ، چې ځواکونه به یې د اسرایلو څخه د یکشنبې په ورځ دمشق کې دوی پر سفارت د هغه برید غچ واخلي. چې له امله یې د سپاه پاسداران ځواکونو ۷ لوړ پوړي افسران پکې وژل شوي. د یادولو ده چې دې تېرې یکشنبې په ورځ د سوریې دمشق ښار کې د ایران په سفارت باندې یوه هوایي برید کې د سپاه پاسداران اړوند ۷ لوړ پوړي پوځيان وژل شوي چې تر ټولو لوړ رتبه پوځي افسر یې برید جنرال محمد رضا محمدي دی. که څه هم تر اوسه اسرایلو د یاد برید پړه پر غاړه نده اخیستي، خو ایران یې پړه پر اسرایلو وراچولي او د غچ اخیستو ګوتڅنډنه يې ورته کړي. بلخوا ته د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم د ایران خبرداري په غبرګون کې ویلي چې هر څوک چې موږ ته د زیان رسولو هڅه وکړي موږ به یې ځواب ورکړو