د اوکراین امنیتي سرچینو نړیوالو رسنیو ته ویلي چې د روسیې په سویل کې یې د تازه هوايي بریدونو په ترڅ کې د روسیې ۶ جنګي الوتکې له منځه وړي او تر شلو ډېر هوايي قواوو ځواکونو ته یې هم مرګ ژوبله اړولي. د سرچینې په وینا چې د اوکراین هوايي ځواکونو د بې پېلوټه الوتکو بریدونو کې چې دې روسیې په روستوف سیمې هوايي اډه یې ترسره کړي. د روسیې هوايي ځواک ۶ جنګي الوتکې ویجاړې کړي. او ۸ نورې یې سختې زیانمنې شویدي. که څه هم روسیې تر اوسه په رسمي ډول د یاد برید پخلی ندی کړی خو د روستوف والي واسیلي ګولوبیف په خپل ټیلګرام چینل لیکلي چې د روستوف په موروزوفک ولسوالۍ کې بې پلوټه الوتکو بریدونو امله د بریښنا یو سټيشن ته زیان اوښتی چې له امله یې د یادې سیمې ۶ ساعتونو لپاره بریښنا پرې شوي وه. او تر څنګ یې د یوې چاودنې امله ۶ کسان هم ټپيان شوي دي