د افریقا څخه خبري سرچینې وایي چې تېره ورځ د نومبر ۲۲ په مالي کې یوې اسلامپالي وسلوالې ډلې د روسیې اجیرې واګنر ډلې پنځه وسلوال غړي وژلي دي.
د واګنر ډله په ۲۰۱۴ کال کې د پوتین نږدې متحد، یوګیني پریګوژین، له خوا رامنځته شوې وه او د نړۍ په بېلابېلو شخړو کې یې ګډون کړی دی. په افریقا کې، دغه ډله په مالي، نیجر او بورکینافاسو کې ډېره فعاله ده.
پریګوژین، چې د واګنر ډلې بنسټګر او مشر و، په ۲۰۲۳ کال کې د الوتکې غورځېدو یوې پېښې کې ووژل شو. د دې پېښې تر شا، د اوکراین جګړې پر مهال د پریګوژین او د روسیې د دفاع وزیر تر منځ د اختلافونو راپورونه شتون لري، چې ویل کېږي له همدې امله یې پوتین سخت خوابدی کړی و.