د اردن دولتي خبري اژانس پترا د عامه امنیت په حواله راپور ورکړی چې پولیسو هغه وسلهوال کس وویشت چې د اردن د پلازمېنې په شتمنه سیمه رابعیه کې یې پر پولیسو ډزې وکړې. په راپور کې ویل شوي چې پلټنې روانې دي.
د امنیتي سرچینې له مخې، دغه وسلهوال چې یوه اتوماتیکه وسله یې له ځان سره لرله، لږ تر لږه یو ساعت تعقیب شو تر څو چې د سهار له ختو مخکې ګیر کړای شو او ووژل شو.
د اردن د اطلاعاتو وزیر، محمد مومني، دغه پېښه د عامه امنیتي ځواکونو پر ضد د ترهګرۍ یو برید وباله. هغه په یوه اعلامیه کې وویل چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.