د اسراییلو څخه خبري سرچینې وایي چې د اسرایلو هوایي پوځ په تازه بریدونو کې د لبنان پلازمېنې بیروت په ضاحیه سیمه کې د حزبالله ۱۲ نظامي او استخباراتي مرکزونه په نښه کړي دي. د راپورونو له مخې، په نښه شوي ځایونو کې د حزبالله استخباراتو دفتر، د وسلو د انتقال ۴۴۰۰ مرکز، او د ساحلي توغندیو مرکز شامل دي.