متحده عربي اماراتو د کورنیو چارو وزارت په یوه تازه بیان کې ویلي چې د یو مالداوي-اصله اسرائيلي وګړي د وژنې په تور یې تېره ورځ درې مشکوک کسان نیولي دي. چارواکو د نیول شویو کسانو پېژندنه محمودجان عبد الرحیم (۲۸ کلن)، علمبای طاهریویچ (۲۸ کلن)، او عزیزبیک کاملوویچ (۳۳ کلن) په توګه کړې ده. یاد کسان د ازبکستان اتباع دي.
د وژل شوي کس، تسفي کوګن، جسد د نومبر په ۲۲مه د العین ښار کې وموندل شو. نوموړي په دوبۍ کې د کوشر خوراکي توکو دوکان چلولو او د ارتودوکس یهودي ډلې (چاباد) استازی و. د تسفي کوګن د ورکېدو راپور څو ورځې وړاندې ثبت شوی و.
د متحده عربي اماراتو چارواکو ویلي چې د دې پېښې په اړه پلټنې روانې دي. که څه هم تر دې دمه د وژنې پړه په کوم هېواد یا ډلې نه ده اچول شوې، ایران هم د دې پېښې سره هر ډول تړاو رد کړی دی. خو اسرائيلي چارواکي د پېښې تر شا د ایران د ښکېلتیا احتمال څرګندوي، ځکه چې تهران په دې وروستیو کې د اسرائیل پر وړاندې د نورو بریدونو خبرداري ورکړي دي.
د اسرائیل د وزیراعظم دفتر د تسفي کوګن وژنه “یوه کرغیړنه یهود ضد تروریستي پېښه” بللې ده. په ورته وخت کې، د مولدووا ولسمشرې مایا ساندو هم د دې پېښې غندنه کړې او ویلي یې دي: “کرکه په نړۍ کې ځای نه لري. زموږ همدردي د وژل شوي کس له کورنۍ او ټولې یهودي ټولنې سره ده.”
یادونه باید وشي چې متحده عربي اماراتو په ۲۰۲۰ کال کې له اسرائیل سره د اړیکو عادي کولو تړونونه لاسلیک کړل. امارات د خپل امنیت، ثبات، او مذهبي زغم لپاره په نړیواله کچه شهرت لري. دا هېواد د یهودانو لپاره د یو خوندي ځای په توګه ګڼل کېږي.