د افغانستان د نیمروز ولایت د طالبانو مرستیال والي سید سلیمان آغا بهیر په خپل وروستي بیان کې رسنیو ته ویلي چې په تېرو دوو میاشتو کې له ایران څخه نیمروز ته د ۱۰۰ افغانانو جسدونه وروړل شوي دي. د نوموړي په وینا، په دغو جسدونو کې ځینې کسان د ایران د سرحدي ځواکونو لخوا وژل شوي، ځینې د طبیعي مرګ یا ترافیکي پېښو له امله مړه شوي، او ځینې د ایران حکومت لخوا اعدام شوي دي.
د یادولو ده چې تېره میاشت هم د بشري حقونو ډلې “حالوش” راپور ورکړی و چې یوازې د ایران د کلګان سرحدي سیمه کې د ایراني ځواکونو لخوا ۳۰۰ افغانانو باندې هغه مهال برید شوی وه چې غوښتل یې د کډوالۍ په نیت له پولې تېر شي. د راپور له مخې، په دې برید کې شاوخوا ۲۰۰ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي وو.
که څه هم طالبانو د دې پېښې د حقیقت موندنې لپاره یو پلاوی ټاکلی و، خو تر اوسه د دې پېښې پایلې او موندنې له ولس سره نه دي شریکې شوې.
دغه موضوع د افغانانو د حقونو او خوندیتوب په برخه کې جدي اندېښنې راپارولي دي. افغانان دا یوه جدي انساني مسئله بولي او غوښتنه کوي چې باید په اړه یې د نړیوالو ادارو لخوا پلټنې وشي.