د بریتانیا څخه خپریدونکي ګارډین ورځپاڼې د روانې نومبر ۲۹ نهویشتمه خپلې تازه ګڼه کې له افغانستان څخه د خیر غوښتلو په تور د طالبانو لخوا نیول شویو یو شمېر افغان مېرمنو له قوله راپور ورکړی چې د طالبانو په توقیف کې پرې سختې شکنجې او جنسي تیري شويدي.
د ګارډین راپور کې راغلي، “له هغه وخته چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته رسېدلي، ښځې د کار کولو له ډېرو فرصتونو څخه منع شوي دي، او هغه کورنۍ د سختو کړاونو سره مخ دي چې کور کې د کار لپاره سړي نلري. “ ګارډین لیکلي، همدا شان تېر کال طالبانو د خیر غوښتونکو پر وړاندې سخت قوانین نافذ کړل. د دې قوانینو د عملي کولو لپاره یو ځانګړی کمیسیون جوړ شو چې خیر غوښتونکي ثبت کړي او هغوی په درې کټګوریو ووېشي: “مسلکي”، “بېوسه”، او “منظم”. د دې پروسې په ترڅ کې د خیر غوښتونکو بایومتریک معلومات او د ګوتو نښې اخیستل کېږي. د طالبانو د چارواکو په وینا، د دې قانون له جوړېدو راهیسې یوازې په کابل کې نږدې ۶۰ زره خیر غوښتونکي نیول شوي دي.
ګارډین دغه راپور کې د خیر غوښتلو په تور د نیول شوي یوې مېرمنې کیسه هم را اخیستي، چې مېړه یې د پخواني حکومت په ملي پوځ کې و او د طالبانو واک ته رسېدو وروسته ورک شوی. دغې مېرمنې ګارډین ته ویلي ، چې “کابل کې دې یوې نانوایی مخې ته خیر غوښتلو لپاره ناسته وم. ناببره د طالبانو یو موټر راغی، زما زوی یې په زور ونیو او ماته یې وویل چې موټر ته وخېژم. زندان ته یې یوړلو . او درې ورځې په زندان کې وه. په لومړیو ورځو کې یې راباندې کار (د طالبانو لپاره خواړه پخول، ځایونه یې پاکول او جامې وینځل) وکړ. په درېیمه ورځ، چې د بایومتریک معلوماتو د ثبتولو لپاره بوتلم نو ما انکار وکړ، د انکار سره یې دومره ووهلم چې بېسده شوم. او له هغې وروسته دوی رباندې جنسي تېرۍ هم وکړ.
دغه مېرمنې ګارډین ته ویلي چې له زندان د راخوشې کېدو وروسته یې څو ځله د ځان وژنې په اړه هم فکر کړی، خو د خپلو ماشومانو له امله یې ځان وژنې ته زړه نه دی ښه کړی. هغې ورته ویلي چې: “زه فکر کوم که زه نه وم، نو زما ماشومان به څوک وساتي او خواړه به څوک ورکړي؟”
د پروانې په نوم یوې بلې میرمنې هم ګارډین ته د شکنجو او جنیسي تېریو کیسه کړي. او خپله کیسه کې یې ورته ویلي چې هغه د نورو دوه مېرمنو سره یو ځای د طالبانو جنسي تیریو ښکار شوي. او اوس ورته د ژور خفګان تکلیف پیدا شوی. ګارډین خپل راپور کې د یوې بلې مېرمنې له خولې لیکلي چې هغې دوه سوالګر ماشومان هم لیدلي چې یاد بند کې د طالبانو سختو شکنجو امله وژل شوي.
د یادولو ده چې د ګارډین دا راپور د هغو ستونزو انځور وړاندې کوي چې افغان مېرمنې یې د طالبانو د واکمنۍ لاندې ګالي. نړیواله ټولنه د دې ناوړه چلند په اړه پراخې اندېښنې څرګندوي او په پرلهپسې توګه د طالبانو کړنې غندي.