د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله خواله رسنۍ “ټروټ سوشل” کې په یوه تازه بیان کې خبرداری ورکړی چې که د حماس لخوا یرغمل شوي اسرایلي کسان د هغه د لوړې مراسمو تر ترسره کېدو مخکې خوشي نشي، نو د جنورۍ په ۲۰مه چې د هغه د کار لومړۍ ورځ ده، په منځني ختیځ کې به سخت اقدامات ترسره کړي.
ټرمپ په خپل بیان کې ویلي: “زه غواړم واضح کړم چې د یرغمل شویو کسانو خوشي کول باید د جنورۍ ۲۰مې مخکې ترسره شي. که داسې ونه شي، نو هغوی چې د دې وحشت مسؤل دي، د امریکا د تاریخ تر ټولو سختې پایلې به وویني.”
ټرمپ خپل بیان کې زیاته کړي چې ده ته داسې راپورونه رسیدلي چې یرغمل شوي کسان په خورا بد حالت کې ساتل کیږي. هغه وویل: “دا یوازې خبرې دي، عمل هیڅ نه کېږي. زه غواړم دې حقیقت ته د خلکو پام واړوم چې کومه ورځ زه د ولسمشر په توګه خپله دنده پیل کړم، سخت اقدامات به ترسره کړم.”
یاده دې وي چې د حماس تندروه ډلې د اسرایلو سره د جګړې لومړۍ ورځ راهیسې شاوخوا ۱۰۰ اسرایلي وګړي یرغمل کړي دي. او د امریکا په مرسته دې دوی خوشي کولو هڅې تر دې دمه ناکامې پاتې شوې دي.