د طالبانو امیر ملا هیبت الله خپل تازه حکم کې د طالبانو ښوونیزو بنسټونو مسؤلینو ته سپارښتنه کړي چې نور میرمنو ته په شخصي طبي زده کړو بنسټونو کې هم د طبي زده کړو اجازه نشته، او د تړلو امر یې ورته کړی. دغه حکم سره سمدستي د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویلي چې نور په افغانستان کې یو ښوونیز بنسټ هم د افغانو مېرمنو او نجونو طبي زده کړو په خاطر اجازه نلري. د یادولو ده چې که څه د طالبانو امیر ملا هیبت الله اخوندزاده پر کابل د واکمنیدو وروسته د افغان نجونو پر وړاندې د لوړو زده کړو دروازې تړلي وې. او یوازې د طب په برخه کې محدودو خصوصي ښونییزو بنسټونو کې یو شمېر ښځینه محصلینې په زده کړو بوختې وې، خو هغه یې هم نن وتړل.
د یادولو ده چې دغه پریکړې یو ځل بیا په خواله رسنیو د افغانانو تر منځ تاوده بحثونه پارولي. او د طالبانو له امیر پوښتنه کوي چې ولې له افغان ولس سره داسې بنسټیزه دښمني کوي، په داسې حال کې چې په نړۍ کې هېڅ واکمن هم خپل ولس سره داسې دوښمنانه چلند نه دی کړی.