د امریکا ولسمشر جوبایډن په رسمي ډول د خپل زوی هنټر بایډن لپاره د بخښنې فرمان صادر کړ.
ولسمشر بایډن د خپل زوی د هغه ټولو جرمونو لپاره چې د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر تر لومړۍ نېټې پورې ترسره کړي دي، ښايي ترسره کړي وي، یا یې په ترسره کولو کې برخه اخیستې وي.د بښلو فرمان صادر کړ.
د یادولو ده چې بایډن دا پرېکړه په امریکا کې د سیاسي کړیو او قانوني څېړونکو تر منځ پراخ بحثونه پارولي دي، ځکه چې منتقدین د ولسمشر د دې ګام په اړه د شفافیت او قانوني اصولو پوښتنې راپورته کوي. دا موضوع د ولسمشر پر کورنۍ د څېړنو او بحثونو په دوام کې د سیاسي لانجو د زیاتېدو لامل ګرځېدلې ده.