کابل – د طالبانو د قطر دفتر مسؤل او ویاند سهیل شاهین تایید کړي چې د هغه لوڼې د قطر په عصري ښوونځیو کې زده کړې کوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د طالبانو امیر د افغان مېرمنو لپاره د تعلیم حق په افغانستان کې بند کړی دی. افغان نجونې د شپږم ټولګي پورته د زده کړو له حق څخه بې برخې دي، خو د طالبانو د لوړپوړو چارواکو لوڼې په بهرنیو هېوادونو کې د ښو زده کړو زمینه ترلاسه کوي.
د دې وضعیت په اړه ګڼو خلکو نیوکه کړې، چې ولې د طالبانو مشران د خپلو کورنیو لپاره د تعلیم فرصتونه برابروي، خو په افغانستان کې یې د نجونو د زده کړو مخه نیولې ده. د طالبانو دا دریځ د کورنیو او نړیوالو کړیو له لوري له سختو انتقادونو سره مخ شوی دی.