سول – د جنوبي کوریا پلازمېنه سول کې د ولسمشر یون سوک یول پر ضد مظاهرې په پراخېدو دي، او د هغه د استیضاح غوښتنې زور اخیستی دی.
د راپورونو له مخې، اپوزیسیون د ولسمشر د لرې کولو هڅې کوي. خو د استیضاح لومړنی اقدام کې ناکام شول. څو ساعته وخت ورته پاتې دی. تر څو نورې اضافي رایې تر لاسه کوي.
د استیضاح د مسودې متن کې اپوزیسیون د چین، شمالي کوریا او روسیې په اړه دریځ ښکاره شوی دی. په مسوده کې راغلي:
“ولسمشر یون د ارزښتونو پر بنسټ ډیپلوماسۍ تر نامه لاندې د شمالي کوریا، چین او روسیې پر وړاندې دښمني وکړه، جیوپولیټیکي توازن یې له پامه وغورځاوه، جاپان ته په تمرکز لرونکي بهرني سیاست یې عمل وکړ او جاپان پلوه افراد یې د حکومت په کلیدي څوکیو وټاکل. دې کړنو په شمال ختیځه اسیا کې انزوا او د جګړې بحران رامنځته کړی او د هېواد د خوندیتوب مسؤلیت یې ناسم مدیریت کړی دی.”
سیاسي شنونکي وایي، که د ولسمشر یون استیضاح بریالۍ شي، نو نوی حکومت به د چین، روسیې او شمالي کوریا په وړاندې بشپړ متفاوت بهرنی سیاست غوره کړي.
د ځینو راپورونو پر اساس، ان دا احتمال هم شته چې نوی حکومت د چین د تایوان د کنټرول سیاست ملاتړ وکړي.
په عین وخت کې د ولسمشر یون پلویانو او مخالفینو ترمنځ سیاسي کړکېچ زیات شوی او د کوریا د سیاسي وضعیت راتلونکی لا هم بې ثباته ښکاري.