د سوریې ولسمشر بشار الاسد د دسمبر پر ۸مه له هېواده وتښتېد، چې دې سره د هغه نږدې ۱۴ کلنه واکمني د کورنۍ جګړې او سیاسي کړکېچ په پایله کې پای ته ورسېده.
اسد په ۲۰۰۰م کال کې د خپل پلار حافظ اسد له مړینې وروسته واک ته رسېدلی و، د واک ته رسېدو پر مهال ډېر خلک هیلهمن وو چې هغه به سوریه کې د عصر نویو پرمختګونو سره چټک قدم واخلي او د ولس هوساینې لپاره به اصلاحات راولي. خو د ولس هیلو برعکس ده په ۲۰۱۱ کال کې د اصلاحات پر ځای د ولس سره جګړې ته مخه کړله. اسد د ۲۰۱۱م کال د عرب پسرلي پر مهال د ولسي پاڅون پر وړاندې سخت دریځ ونیوه او د پوځ په ملاتړ یې خپل سیاسي مخالیفین سخت وځپل. او دغه حالت یوې کورنۍ جګړې ته لاره خلاصه کړله چې له امله یې تېرو څوارلسو کالونو کې نیږدې نیم میلیون کسان ووژل شول او ۲۳ میلیونه نور وګړي بې ځایه شول .
خو ناببره د روان میلادي کال نومبر په وروستیو کې د اسد مقاومت یو ناڅاپه ولړزید . متحدینو یې له ملاتړه لاس واخیست . وسلوال ځواکونه یې په چټکۍ سره وپاشل شول او مخالیفینو یې په ډراماتیک ډول لسو ورځو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ځانونه ور ورسول. او لدې سره د اسد کورنۍ پنځوس کلن واک چې په ډېرو وینو لړلۍ او د ظلم ډک وه ، پای وموند.