د کابل څخه خبري سرچینې وایي چې نن د کابل طالبانو د کډوالو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د یاد وزارت دننه یو ځانمرګي برید کې ؤژل شوی. د سرچینې په وینا چې برید کې د حقاني پنځه ساتونکي هم وژل شوي.
د کابل څخه انس حقاني د وژل شوي خلیل الرحمان حقاني وراره رویټرز ته منلي چې تره یې نن د کډوالو وزارت دننه یو ځانمرګي برید کې وژل شوی.
د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد هم خپل تازه بیان کې د یادې پېښې تایید کړی او پړه یې په خوارجو ډلو ور اړولي چې تر ډېره د کابل طالبان یاد نوم د داعش وسلوالو ته کاروي.
د یادولو ده چې وژل شوی خلیل رحمان حقاني د ۲۰۲۱ کال وروسته چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل، د طالبانو په موقتي حکومت کې د کډوالو سرپرست وزیر وټاکل شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، خلیل الرحمان حقاني د حقاني شبکې یو لوړپوړی مشر و، چې د طالبانو د شل کلن وسله وال مقاومت پر مهال یې د ګڼو بریدونو مسؤلیت درلود.
خلیل الرحمان حقاني، چې په افغانستان کې یې د کډوالو کړکېچ اداره کاوه، د سراج الدین حقاني تره هم و. سراج الدین حقاني دا مهال د کورنیو چارو وزیر دی.