د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په خپل تازه بیان کې ویلي چې د افغان میرمنو په وړاندې د طالبانو حکومت له تبعیض ډک چلند سخته غندنه کوي. ښاغلي بلینکن خپل بیان کې ویلي چې “ امریکا د طالبانو هغه ټول فرمانونه غندي چې دې افغان میرمنو حقونه او ژوند له خطر سره مخامخ کوي” نوموړي خپل بیان کې زیاته کړي چې “ په ټولنه کې د ښځو بشپړ، مساوي او معنی لرونکی ګډون یوازې د برابرۍ خبره نه ده؛ دا اړینه ده. موږ په کلکه د افغان ښځو او نجونو ملاتړ کوو.”
د یادولو ده که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه د امریکا انټوني بلینکن دغه بیان په اړه څه رسمي څرګندونې ندي کړي، خو په تېر کې د امریکا دا شان بیانونو باندې د طالبانو حکومت څه چندان سر ندی ګرولی.