د یکشنبې په ورځ، د اوکراین ډرون الوتکو د چیچنیا په پلازمېنه ګروزني کې د کادیروف ځواکونو یو پوځي کمپ په نښه کړی
په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې یو ډرون د ګروزني ښار په ټیټ ارتفاع الوتنه کوي او بیا چاودنه کوي. تر دې دمه د پېښې له امله د تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی
د چیچنیا مشر رمضان کادیروف د برید د ترسره کېدو پخلی کړی او ویلي یې دي چې ډرون د «اخمت ګروزني» د دښمن ضد پولیسو په کمپ برید کړی. هغه همدارنګه ادعا کړې چې د چیچنیا هوايي دفاع ځواکونو دوه نور ډرونونه هم نسکور کړي دي
د یادونې وړ ده چې د کادیروف ځواکونه د روسیې په ملاتړ د اوکرایني ځواکونو پر ضد په جګړه بوخت دي. دا برید لومړی ځل دی چې اوکراین په دې کچه په مؤثر ډول د کادیروف ځواکونو په مرکز برید کوي، چې دا د جګړې په روان وضعیت کې یو مهم پرمختګ ګڼل کیږي