د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر نن پارلمان د سختې سياسي بېثباتۍ او بېاعتمادی وروسته منحل کړ چې د هېواد پر واکمن ایتلافي حکومت خپره شوې وه د اولاف شولتز حکومت د باور رایه ترلاسه نه کړه چې د هغه له دندې د لرې کولو سبب شو د پارلمان د منحلېدو سره ولسمشر د فبرورۍ ۲۳ نېټه د نويو انتخاباتو لپاره وټاکله
دغه پرېکړه د سوسيال ديموکرات ګوند (SPD) او د مسيحي ديموکرات اتحاد (CDU) ترمنځ د مخکنۍ موافقې په اساس شوې چې ولسمشر شټاینمایر نن په رسمي توګه اعلان کړه
ياده دې وي چې دا د ۱۹۴۹ کال راهيسې د جرمني په تاريخ کې شپږمه ځل دی چې يو حکومت له خپلې بشپړې مودې وړاندې غورځېږي او د وخت نه مخکې انتخاباتو ته لاره پرانېزي