د اذربايجان او قزاقستان د هوايي چلند چارواکو اعلان وکړ چې روسيې ته څو ښارونو ته د پروازونو د خونديتوب پر هوايي حريم د اندېښنو له امله ځنډولي دي
دغه پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د اذربايجان يوه ملکي الوتکه چې له باکو څخه د روسي ښار ګروزني په لور روانه وه تېره چهارشنبه د روسيې د هوايي دفاعي سيستم لخوا په تېروتنه په نښه شوه په دې پېښه کې الوتکه نسکوره شوه چې د ۳۸ مسافرو د مړينې او ۲۹ نورو د ټپي کېدو سبب شوه