هیواد پریس: د ننګرهار ولایت طالبانو چارواکو په یوه بیان کې ویلي چې د سید کریم په نوم د یو تښتول شوي کس جسد له نږدې دوه نیمو کلونو وروسته وموندل شو او د هغه کورنۍ ته وسپارل شو
سید کریم شاوخوا دوه نیم کاله وړاندې د دې ولایت د سره رود ولسوالۍ څخه د انسان تښتوونکو لخوا تښتول شوی و
د هغه جسد وروسته له هغه وموندل شو چې د طالبانو امنیتي چارواکو لخوا نیول شوي یو انسان تښتوونکي ومنله چې سید کریم یې د پیسو لپاره تښتولی و، وروسته یې وژلی او په خپل کور کې یې ښخ کړی و