د کی ايل ایم یوه بوینګ 737-800 الوتکه د هیدرولیکي ستونزې له امله په اسلو تورپ سانډفجورډ هوايي ډګر کې اضطراري ناسته وکړه او له لین څخه ووتله
راپورونه وايي چې دا الوتنه چې له اسلو څخه امستردام ته روانه وه، د هیدرولیکي ستونزې له امله د سانډفجورډ هوايي ډګر ته اړول شوې وه چې د اسلو جنوب ته شاوخوا 110 کیلومتره موقعیت لري. الوتکه په خوندي ډول ښکته شوه خو د درېدو پر مهال یې کنټرول له لاسه ورکړ او د ټیکسي وی لارې ته نژدې په نرم واښه کې ودرېده
په دې پېښه کې ټول 182 کسان چې مسافرین او عمله په کې شامل دي روغ پاتې شول
کی ايل ایم هوايي شرکت په یوه بیان کې وویل: “د اسلو څخه امستردام ته د KL1204 پرواز د پورته کېدو پر مهال لوړ غږ واورېدل شو. پرېکړه وشوه چې الوتکه د سانډفجورډ هوايي ډګر ته واړول شي. له ښکته کېدو وروسته الوتکه په ټیټه تېزۍ له لین څخه ووتله او په واښه کې ودرېده. ټول 176 مسافرین او 6 عمله روغ دي او د هغوی ساتنه روانه ده. د پېښې په اړه څېړنې روانې دي
د اضطراري ناستې وروسته، مسافرین د موبایل زینو په واسطه په خوندي ډول له الوتکې ښکته شول او بیړني غبرګون ورکوونکي ژر تر ژره سیمې ته ورسېدل
اوسمهال چارواکي مسافرینو او عملې ته ملاتړ او مرسته چمتو کوي
د شنبې په ورځ د ایر کاناډا له یوې الوتکې سره هم ورته پېښه وشوه چې د هالیفاکس په هوايي ډګر کې د سخت ښکته کېدو پر مهال له لین څخه ووتله او اور پرې ولګېده. له نېکه مرغه په دې پېښه کې کوم تلفات راپور نه شول