د پاکستان یو پېژندل شوي ژورنالېست، ایاز سعید، په یوه تلویزوني مرکه کې نن څرګنده کړي چې په ۲۰۲۱ کال کې، د پاکستان د استخباراتو هغه وخت مشر جنرال فیض حمید په کابل کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مشر، نور ولي محسود، سره د خبرو اترو پر مهال ورته د اتیا میلیونه پاکستانۍ روپیو په ارزښت زرهې لیکسیس موټر تحفه کې ورکړی وه.
ایاز سعید زیاته کړه چې په دویم ځل، کله چې فیض حمید د نور ولي محسود سره بیا ولیدل، نو نور ولي محسود د لیدنې لپاره په بل موټر کې راغلی و. فیض حمید چې د وړاندې ورکړي موټر پوښتنه ترې وکړه، نو نور ولي محسود ورته وویل: “صاحبه، هغه موټر ما د بیت المال لپاره وقف کړی دی. د هغه مال به زموږ د جهاد لپاره کارول کېږي.”
د یادولو ده چې د ای ایس ای دغه پخوانۍ مشر اوس د پاکستان پوځ لخوا د فساد او قانون څخه سرغړونې په تور یوې پوځې محکمه کې تېره میاشت رسمآ تورن شوی. او له تېرو پنځو میاشتو راهیسې د پوځ لخوا بند کې ساتل کیږي.