د امریکا لیوئیزیانا څخه خبرونه وایي چې د روان میلادي ۲۰۲۵ کال د لومړۍ ورځې سهار وختي د نیو اورلینز ښار بوربون سړک ته څېرمه د خلکو په هغې ګڼې ګوڼې یو کس خپل پیک اپ ټرک په قصدي ډول خیږولی چې د نوي کال لومړۍ ورځې لمانځلو په مناسبت هلته راټول شوي وه.
د امریکا CNN تلویزون ته د نیواورلینز امنیتي چارواکو د یادې پېښې پخلی کړی او زیاته کړیده چې یاده پېښه کې لږ تر لږه پنځلس (15)کسان وژل شوي. او شاوخوا ۳۰ کسان نور ټپیان دي. چې ټپیانو کې دوه پولیس هم دي. او بریدګر هم د پولیسو لخوا له منځه وړل شوی.
د نیو اورلینز د پولیسو مشرې، این کرکپیټریک، د خبریالانو سره په خبرو کې وویل: “د بریدګر موخې قصدي وې، او هغه هڅه کوله چې ډېر شمېر خلکو ته زیان ورسوي.
د نیواورلینز ښاروالې هم د یادې پېښې په تړاو خبري کنفرانس کې وویل چې دا یو تروریستي برید دی. او پدې اړه یې سپینه ماڼۍ هم خبره کړي. ورته مهال د برید په تړاو نورې څېړنې روانې دي. او برید تر شا عوامل او هدفونه لا څېړل کیږي.