د المان څخه خبرونه وایي چې تېره شپه د نوي کال لمانځو پر مهال د بې نظمه اور لوبو په ترڅ کې ۴ کسان وژل شوي. او لږ تر لږه پنځلس نور ټپیان شویدي.
د المان پولیسو رسنیو ته ویلي چې تېره شپه د المان ګڼو ښارونو کې د بې نظمه اور لوبو امله څلور کسان وژل شوي او شاوخوا پنځلس کسان ټپیان شویدي. د پولیسو په وینا چې یادو اور لوبو کې د مالونو یو ګدام هم په بشپړ ډول سوځیدلی. د برلین د پولیسو ویاند، فلوریان ناټ زیاته کړي چې د یادو بې نظمیو په تړاو یې ۳۲۰ کسان نیولي دي.
د یادولو ده چې دې وروستیو کلونو کې المان کې د نوي کال نمانځنې د بې نظمیو سره مخ او پولیس یې کنترول کې پاتې راغلي.