د مونټېنیګرو څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې نن په سیتیني ښار کې یو وسلوال بریدګر لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي دي. له برید وروسته بریدګر خپله ځان هم ویشتلی اوټپي کړی وه. خو روغتون ته په لاره یې ساه ورکړي. د مونټېنیګرو چارواکو رسنیو ته د دې پېښې تایید کړی او ویلې یې دي چې یاد برید ۴۲ کلن الکساندر مارتینیویچ ترسره کړی دی.تر اوسه د برید انګیزه معلومه نده خو په اړه یې پولیسو پلټنې پیل کړیدي.
د یادولو ده چې نن امریکا په لوېزیانا ایالت کې هم یوه خونړۍ پېښه رامنځته شوې، چې یو کس د خلکو په ګڼه کې موټر ورخیژولی چې امله ۱۵ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شویدي. د ابتدایي څېړنو له مخې، ګمان کېږي چې بریدګر د داعش ډلې اغېز لاندې دا تروریستي برید ترسره کړیدی.