د خیبر پښتونخوا څخه خبرونه وایي چې وسلهوالو نن د لکي مروت ولسوالۍ د ډوډۍواله پولیسو مرکز ته نږدې د پاکستان درې پوځیان تښتولي دي.
د پولیسو یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې یاد پوځیان د وسلوالو لخوا په سیمه کې د موقت ډول د موټرو تلاشۍ پر مهال له موټرو ښکته کړي او له ځان سره یې نامعلوم لوري ته بوولي دي.
د سیمې څخه یو کس چې د یادې پېښې شاهد پاتې شوی، ویلي چې « وسلوالو درې پوځیان د تلاشۍ پر مهال له موټر ښکته کړل او د سمندري غره خواته یې ځان سره یوړل.»
د یادولو ده چې دې وروستیو کې خیبرپښتونخوا کې امنیتي وضیعت ډېر خراب شوی، او هره ورځ خیبر پښتونخوا کې امنیتي پېښې د خبرونو سرټکي وي.