Hewadpress
  • Language
    • English
    • Dari-دری
  • مطبوعاتي اعلاميې
  • مقالې
  • ځانګړي مرکې
  • څېړنیز راپورونه
  • سوله او جګړه
  • نړیوال سیاست
  • خبرونه
    • خبرونه

      هندوستان : د پاکستان ۸ بالستیک توغندي مو…

      May 8, 2025

      خبرونه

      د هند لخوا د پنجاپ په بهاولپور کې…

      May 8, 2025

      خبرونه

      د آلمان، فرانسې، بریتانیا او پولېنډ مشران د…

      May 8, 2025

      خبرونه

      هند : د پاهلګام برید په غچ کې…

      May 8, 2025

      خبرونه

      پاکستان: که له هند سره جګړه پیل شي،…

      May 4, 2025

  • اړیکې
  • زموږ په اړه
  • کور پاڼه
Thursday, May 29 2025 - Welcome
  • Home
تازه خبرونه
هندوستان : د پاکستان ۸ بالستیک توغندي مو...
د هند لخوا د پنجاپ په بهاولپور کې...
د آلمان، فرانسې، بریتانیا او پولېنډ مشران د...
هند : د پاهلګام برید په غچ کې...
پاکستان: که له هند سره جګړه پیل شي،...
اېلن ماسک: د سولې انستیتوت طالبانو ته د...
اوکراین به په ۲۰۲۵ کال کې له امریکا...
بلوچستان : وسله‌والو د قلات ولسوالۍ منګچر ښار...
ټرمپ د غټو موټرو (لارۍ) چلوونکو لپاره د...
جنوبي وزیرستان کې د پاکستان پوځ پلوي وسلوالو...
Hewadpress
  • Language
    • English
    • Dari-دری
  • مطبوعاتي اعلاميې
  • مقالې
  • ځانګړي مرکې
  • څېړنیز راپورونه
  • سوله او جګړه
  • نړیوال سیاست
  • خبرونه
    • خبرونه

      هندوستان : د پاکستان ۸ بالستیک توغندي مو…

      May 8, 2025

      خبرونه

      د هند لخوا د پنجاپ په بهاولپور کې…

      May 8, 2025

      خبرونه

      د آلمان، فرانسې، بریتانیا او پولېنډ مشران د…

      May 8, 2025

      خبرونه

      هند : د پاهلګام برید په غچ کې…

      May 8, 2025

      خبرونه

      پاکستان: که له هند سره جګړه پیل شي،…

      May 4, 2025

  • اړیکې
  • زموږ په اړه
  • کور پاڼه

د هیواد پریس خبري اژانس له ټولو تازه خبرونو او د نړۍ مهمو پېښو څخه په وخت خبریدو لپاره د خپل نوم او ایمیل ادرس لیکلو وروسته د سبسکرایب بټن کیکاږی

کتګوري

اړیکې

اړیکېانتخاباتخبرونهڅېړنیز راپورونهسوله او جګړهسیاستمطبوعاتي اعلاميېمقالې

د افغانستان دفاع وزارت ویلي؛ تېره شپه د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په تابین سیمه کي د امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې د ځانمرګو برید کوونکیو په ګډون ۷۵ وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي

د Hewad Hemat August 27, 2018
لیکوونکی Hewad Hemat

د ۲۰۵ اتل قول اردو په ډاګه کړې، چې د افغانستان ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوایي ځواک په ملاتړ د شنبې پر شپه د سویلي ولایت کندهار په ارغنداب او پنجوایي ولسوالیو کې ګډ چاڼیز عملیات ترسره کړي دي.

دغه راز څرګنده شوې، چې د دغو عملیاتو په بهیر کې ۱۲ وسلوال طالبان هم ټپیان شوي دي.

یادې قول اردو زیاته کړې، چې امنیتي ځواکونو ته په دې عملیاتو کې د وسلوالو طالبانو شپږ موټرسایکلونه او یو شمېر وسلې هم لاسته ورغلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې عملیاتو کې د چاودیدونکیو توکو ډک موټر او وسلې هم له منځه وړل شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه راز د دې ولایت په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو یو بل له چاودیدونکیو توکو څخه ډک موټر بمبارد شوی دی.

خبرپاڼې دا هم په ډاګه کړې، چې لږ تر لږه ۳۲ ماینونه، چې طالبانو په ارغنداب ولسوالۍ کې ملکي وګړیو او افغان ځواکونو ته د ځاني زیانونو د اړولو لپاره ښخ کړي وه؛ کشف، شنډ او له منځه وړل شوي دي.

له دې مخکې د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ویلي وه؛ وسلوالو د امنیتي ځواکونو پر مرکزونو بریدونه کړي، چي په ځوابي برید کي د لس ځانمرګو بریدګرو په ګډون ۴۷ وسلوال طالبان وژل شوي او وسلي یې هم امنیتي ځواکونو خپلې کړې دي.

که څه هم یادې قول اردو د امنیتي ځواکونو د ځاني زیانونو په اړه څه ندي ویلي؛ خو یوې امنیتي سرچینې څرګنده کړې؛ پدې بریدونو کي پېنځه پولیس هم وژل شوي دي

August 27, 2018 0 څرګندونه
0 FacebookTwitterPinterestEmail
اړیکېانتخاباتخبرونهڅېړنیز راپورونهسوله او جګړهسیاستمطبوعاتي اعلاميېمقالې

په کابل کې د انګلستان سفارت ویلي؛ په تېرو درې کلونو کې یې له یو اعشاریه شپږ میلیون ډېرو افغانانو ته د ماین زیانونو په اړه زدکړې ورکړي او له ۳۰ کیلومترو ډېره ځمکه یې له ماینونو او ناچاودو توکو پاکه کړې، چې ژوند خوندي او کرکېله وده وکړي

د Hewad Hemat August 27, 2018
لیکوونکی Hewad Hemat

د ماین پوهاوي د ورځې پر ویاړ د بریټانیې سفارت ویلي؛ له تېرو درې کلونو راپدیخوا د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ له خدماتو سره مرسته کوي، چې موخه یې له دې جنګ ځپلي هېواد سره د ماین پاکولو عملیاتو اداره کول دي.

فیضه رضايي، چې د دوه ماشومانو ۲۶ کلنه مور او په بامیان ولایت کې د ۱۹ ماین پاکو ښځینه ډلې له غړیتوبه برخمنه او له خپلې دندې هم راضي ده.

هغې  په ۲۰۱۹ زېږدیږ کال کې د وسلو څارنې نړیواله جایزه هم تر لاسه کوي.

رضايي څرګنده کړې، چې د ښوونکې په توګه دنده یې پرېښوه او پرځای یې د ماین پاکولو خطر ناکه دنده پیل کړې ده.

هغې په دې اړه، چې ولې یې دا دنده خپله کړه ویلي؛ ما له خپل کلي څخه څوکسان پېژندل، چې په ماین چاودنو کې مرګ و ژوبله وراوښتې ده. ان زمونږ د کور څښتن هم په ماین چاودنه کې خپله پښه له لاسه ورکړه او څو ماشومان یې له ژوندانه بې برخې کړي دي. له دغو پېښو اغېزمنه شوم او د خپلو ماشومانو په اړه مې فکر کاوه، چې له دغو پېښو سره مخ نشي.

هغې ويلي، چې د کورنۍ خوښه یې نه وه؛ خو دې  د ماین پاکۍ پرېکړ وکړه.

هغې په دې اړه ویلي؛ ما د خپل راتلونکي او خپلو ماشومانو لپاره دا پرېکړه وکړهږ ما غوښتل، چې بامیان له ماین پاک او هر څوک له ژونده خوند واخلي.

رضايي په هېواد کې د دغې دندې پر وړاندې له ګواښونو او ننګونو هم اندېښمنه ده او وایي؛ زه د خپلې دندې د امنیت په اړه اندېښنه لرم؛ ځکه، چې له ماینه د دې ولایت له پاکېدو سره نشم کولی په نورو ولایتونو کې، چې هلته ډېرې سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې دي کار وکړم.

رضايي هیله منه ده، چې په ټولنپوهنه یا لرغونپوهنه کې ماسټري بشپړه کړي.

رضايي او د هغې ۱۹ کسیزه ډله په افغانستان کې د ښځینه ماین پاکوونکیو لومړۍ ډله ده.

هغه وایي: د وسلو څارنې نړیوالې جایزې تر لاسه کول مو د بنسټیزو بدلونونو لامل شو. کله مو، چې دا جایزه تر لاسه کړه؛ زه او ډله مو افغان ټولنې وپېژندلو او مونږ ثابته کړه، چې ښځې د نرینه وو په څیر سخت کار کولی شي او مونږ له هغوی سره برابر یو.

په افغانستان کې له درې لسیزو څخه وسلوالې شخړې روانې دي او ترې نه یوازې د ماینونو میراث پاتې دی، بلکې بېلابېل ناچاودو توکو هم هېواد د چاودنو له خطر سره مخ کړی.

له ۱۹۸۹ کال راپدیخوا د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام د دغو خطرناکو توکو د پاکولو کار پیل کړی؛ خو دا، چې جګړه روانه ده؛ هره میاشت شاوخوا د ځاني زیان ۱۲۸ ملکي پېښې ثبت کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې له ماینونو اغېزمن شوی او تر دې دمه  ۳۲ زره خطرنکې سیمې له ماینونو پاکې شوې دي

August 27, 2018 0 څرګندونه
0 FacebookTwitterPinterestEmail
اړیکېانتخاباتخبرونهڅېړنیز راپورونهسوله او جګړهسیاستمطبوعاتي اعلاميېمقالې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټیریش یو ځل بیا په نړۍ کې د اوربند غوښتنه کړې چې د کرونا ویروس د خپریدو پر وړاندې مبارزې ته ډېره پاملرنه راوړي

د Hewad Hemat August 27, 2018
لیکوونکی Hewad Hemat

ګوتیریش په خپل ټویټ کې څرګنده کړې، چې  اوربند به په ټوله نړۍ کې ډیپلوماسۍ او بشري مرستې ته لار اواره کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ زه یوځل بیا د نړیوال اوربند غوښتنه کوم، چې د درد درملنه وکړي، د ډیپلوماسۍ لپاره لار اواره کړي او د کرونا واکسین په ګډون بشري مرستو ته زمینه برابره کړي.

هغه ویلي: که خلک د دې ویروس په بهیر کې له یو بل سره جګړه وکړي؛ نو ویروس به یوازنی ګټونکی وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کرونا ویروس تطبیق د افغانستان په ګډون د نړۍ له ۷۲ هېوادونو پرته په ټوله نړۍ پیل شوي دي.

د جان هاپکنز پوهنتون د څرګندونو له مخې؛ په نړۍ کې له ۱۱۱ میلیون ډېر خلک پر کرونا ویروس اخته شوي او له دوه میلیون ډېر پر ویروس اخته ناروغان مړه شوي دي.

یاد پوهنتون په ډاګه کړې، چې له ۶۲  میلیون ډېر پر ویروس اخته کسان له روغتیا برخمن شوي دي

August 27, 2018 0 څرګندونه
0 FacebookTwitterPinterestEmail
اړیکېانتخاباتخبرونهڅېړنیز راپورونهسوله او جګړهسیاستمطبوعاتي اعلاميېمقالې

اروپایي ټولنې له افغان ولسمشره پر حالاتو د پوهېدو او د سولې د بري لپاره د ډاډمنو ګامونو د پورته کولو غوښتنه کړې

د Hewad Hemat August 27, 2018
لیکوونکی Hewad Hemat

په کابل کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ مرستیال آرناوټ پاولس له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې ولسمشر غني باید سیاسي لومړیتوبونه درک کړي او د سولې د بریا لپاره مناسب ګامونه پورته کړي.

آرناوټ پاولس زیاته کړې: ولسمشر مسوولیت لري، چې سیاسي لومړیتوبونه درک کړي او داسې ګامونه واخلي، چې د خلکو او هېواد په ګټه وي. ( په دې اړه) د .ولسمشر غږ ته ډېره اړتیا ده

ښاغلی پاولس وايي، چې د افغان سولې په خبرو کې د ښځو ونډه لږه ده او په کار ده، چې ته پوره ونډه ورکړ شي.

پاولس څرګندوي، په افغانستان کې د واک بېړنی لیږد ثبات نشي راوستلای.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ مرستیال له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې دا ټولنه په افغانستان کې د واک د بیړني بدلون ملاتړ نکوي؛ خو په وینا يي یوه خوا هم په یوازې ځان افغانستان ثبات ته رسولی نشي.

د اروپايي ټولنې دې استازي په افغانستان کې د تاوتریخوالي او هدفي وژنو پر ډېروالي وېره وښوده او له حکومته یې وغوښتل، چې د هدفي بریدونو عاملین قانون ته وسپاري.

نوموړي ویلي؛ په لوړه کچه تاوتریخوالی روان دی. په قصدي توګه د ولسي وګړیو وژنه د انساني ارزښتونو پر خلاف کار دی او باید په بیړه دا وژنې ودریږي.

د ترکیې په استانبول کې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو او سیاسي جوړجاړي لپاره د امریکا د طرحې پر اجنډا خبرې کیږي. د امریکا دا طرحه په افغانستان کې د لنډ مهالي حکومت جوړیدو ته لار اواروي، چې موافقین او مخالفین هم لري.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې یوازې د ټاکنو له لارې واک لیږدېدی شي

August 27, 2018 0 څرګندونه
0 FacebookTwitterPinterestEmail

تازه پوسټونه

  • هندوستان : د پاکستان ۸ بالستیک توغندي مو هوا کې له منځه وړیدي
  • د هند لخوا د پنجاپ په بهاولپور کې د ممنوع ګرځول شوي ترهګرې ډلې جیش محمد پر مرکز هوایي برید کې ۱۴ کسان وژل شویدي
  • د آلمان، فرانسې، بریتانیا او پولېنډ مشران د روانې مې لسمه اوکراین ته سفر کوي
  • هند : د پاهلګام برید په غچ کې مو د پاکستان دننه د تروریستانو مرکزونه په نښه کړي
  • پاکستان: که له هند سره جګړه پیل شي، اټومي وسلې به هم وکاروو

تازه څرګندونې

    خبر

    د هیواد پریس خبري اژانس له ټولو تازه خبرونو او د نړۍ مهمو پېښو څخه په وخت خبریدو لپاره د خپل نوم او ایمیل ادرس لیکلو وروسته د سبسکرایب بټن کیکاږی

    Categories

    • اړیکې (4)
    • انتخابات (7)
    • خبرونه (1,153)
    • څېړنیز راپورونه (143)
    • سوله او جګړه (608)
    • سیاست (266)
    • مطبوعاتي اعلاميې (40)
    • مقالې (15)

    هېواد پریس

    هېواد پریس یو خپلواک خبري اژانس دی ، چې د افغانستان ، سیمې او نړۍ خبرونه ، سیاست ، جګړې او سولې کیسو ته به په بې پرې ډول انعکاس ورکوي. هېواد پریس مرکزي دفتر په امریکا کې دی. چې په درو ژبو پښتو ، دري او انګلیسي خپل رسینز خدمات وړاندې کوي

    Facebook Twitter Linkedin Youtube Email Vimeo RSS

    نړۍ سیاست

    • هندوستان : د پاکستان ۸ بالستیک توغندي مو هوا کې له منځه وړیدي

      May 8, 2025
    • د هند لخوا د پنجاپ په بهاولپور کې د ممنوع ګرځول شوي ترهګرې ډلې جیش محمد پر مرکز هوایي برید کې ۱۴ کسان وژل شویدي

      May 8, 2025
    • د آلمان، فرانسې، بریتانیا او پولېنډ مشران د روانې مې لسمه اوکراین ته سفر کوي

      May 8, 2025

    د ورځې خبرونه

    • هندوستان : د پاکستان ۸ بالستیک توغندي مو هوا کې له منځه وړیدي

      May 8, 2025
    • د هند لخوا د پنجاپ په بهاولپور کې د ممنوع ګرځول شوي ترهګرې ډلې جیش محمد پر مرکز هوایي برید کې ۱۴ کسان وژل شویدي

      May 8, 2025
    • د آلمان، فرانسې، بریتانیا او پولېنډ مشران د روانې مې لسمه اوکراین ته سفر کوي

      May 8, 2025
    • Facebook
    • Twitter
    • Instagram
    • Linkedin
    • Youtube
    • Email