لیکوال : هلمند پردیس دا کومه افسانه او يا خيالي کيسه نه ده! ښه مې په…
مقالې
-
-
دې نشنل انټرسټ په نوم له امریکا څخه خپریدونکي مجلې تازه ګڼه کې ویلي چې حالاتو…
-
خبرونهمقالې
د افغانستان پکتیا ولایت یوې لرې پرتې ولسوالۍ سیدکرم څخه یوې پښتنې میرمنې د پښتو ادب بڼ ته یوې شعري ټولګې چاپ ډالۍ وړاندې کړله
د افغانستان جنوب ختیځ ته پروت د پکتیا ولایت لرې پرتې ولسوالۍ سیدکرم یوې اوسیدونکي پښتنې میرمنې اغلي مینه توتاخیلې د پښتوژبې ادبي بڼ غنا لپاره یوه شعري ټولګه ( که سوله راغله څومره ښکلي زنده ګي به کوو) د چاپ په ګاڼه سمبال او وړاندې کړله. آغلې مينه توتاخېل د خان محمد توتاخېل لور د علم ګل توتاخېل لمسۍ په ۱۳۷۲ھ ش کال د پکتيا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ په کوسین کليکې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. لمړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د کابل ښار په ناهید شهید ښوونځي کې تر1391 کاله پورې سرته رسولې او تر دې وروسته د کانکور پهآزموينه کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون پښتوادبیاتو پوهنځۍ ته بريالۍ او په کال1395 کې په اعلی درجه فارغه شوې ده. مينې له کوچنيوالي خپله مينه د قلم ،کتاب ،شعر او ادب سره پاللې او همدغې نايابه مينې اړ کړه چې خپل احساس،ليک او عاطفي ذوقښکاره او د قلم پر څوکه يې په خوځښت راولي. د مينې په شاعرۍ کې هېوادنۍ مينه،احساسات او د ټولنې دردونه د شعر په خوږلنه ژبه ښکاره شوي. نوموړې د غرو او سردرو شاعره ده،چې په خپل شعر کې يې د افغان خاورې تاريخي منظر ، غرونو-رغونو،سرشاره سيندونو،دښتو،ښايست اوښکلا ته د شعر په ژبه رنګ ورکړی دی. دغه پښتنه شاعره د سيالۍ په ميدان کې د پښتون ټبر د پڅ حرکت له امله ځورېږې او په خپل غزل بڼ کې يې پښتون قام د راپورته کېدو او پرمختګ لپاره لکه د ملالې د ای قربانپڅېر خپل احساسات د شعر په ژبه ښکاره کړي. مينې لوی کمال او جرأت کړی،چې د پښتنې ټولنې په منځ کې يې د شعر د ښاپيرۍ وزرې رپولي دي ،په افغاني ټولنه کې کلتوري،رواجياو ټولنیز محدويتونه د پښتنو پېغلو لپاره په سور تنور بدل شوي او دغه زړورتيا چې پښتنې انجونې پکې د خپل ذوق اظهار د قلم پر څوکهښکاره کوي،لوی هنر او بهادري ده. یاده شعري ټولګه چې ۱۱۰۰ ټوکه چاپ شوي د لویې پکتیا کتابخانو څخه تر لاسه کولای شی. که سوله راغله څومره ښکلې زندګي به کوو ښکاره به لاس په لاس ګرځیږو او یاري به کوو له دې سپیرو دښتو به بیرته شنه باغونه جوړ کړو خپلو پټو ته به ستنیږو بزګري به کوو بیا به تنکي تنکي زلمیان کفن کې نه تاوه وو…
-
د پښتو ژبې نومیالی شاعر ، لیکوال ، او قانون پوه عبدالرحیم مجذوب نن دې ورپیښې…
-
موږ په تاریخي لحاظ د ملامت او بد مېراث خبره له پېړیو کوو خو که لېرې…
-
د غني مخالفت د نظام مخالفت دی پاکستان د طالبانو په خوله اصلي خبره وکړه چې…
-
ننګرهار پوهنتون کې وو ، سبق مو ویل، ډول ډول کړنې مي تر سترګو شوي. دجلال…
-
سید اخندزاده له خاطرو . ـــــــــــــــــــــــــــــــــ مخکنئ نظام ړنګ شوی وو، نوي حوکمتونه پیل شوه ،…
-
اوس ددې وخت راغلی چې افغانان په خپله د سولې پروسه پرمخ بوِځي لیکوال:سلطان برکات د…
-
انتخاباتخبرونهمقالې
د امریکا جمهوري پاله سناتور لینډ سي ګراهم له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل د امریکا امنیت لپاره ګواښ وباله
سناتور ګراهم وروسته له هغه د رسنیو مخکې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتلو پلان…
- 1
- 2