د ماین پوهاوي د ورځې پر ویاړ د بریټانیې سفارت ویلي؛ له تېرو درې کلونو راپدیخوا د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ له خدماتو سره مرسته کوي، چې موخه یې له دې جنګ ځپلي هېواد سره د ماین پاکولو عملیاتو اداره کول دي.
فیضه رضايي، چې د دوه ماشومانو ۲۶ کلنه مور او په بامیان ولایت کې د ۱۹ ماین پاکو ښځینه ډلې له غړیتوبه برخمنه او له خپلې دندې هم راضي ده.
هغې په ۲۰۱۹ زېږدیږ کال کې د وسلو څارنې نړیواله جایزه هم تر لاسه کوي.
رضايي څرګنده کړې، چې د ښوونکې په توګه دنده یې پرېښوه او پرځای یې د ماین پاکولو خطر ناکه دنده پیل کړې ده.
هغې په دې اړه، چې ولې یې دا دنده خپله کړه ویلي؛ ما له خپل کلي څخه څوکسان پېژندل، چې په ماین چاودنو کې مرګ و ژوبله وراوښتې ده. ان زمونږ د کور څښتن هم په ماین چاودنه کې خپله پښه له لاسه ورکړه او څو ماشومان یې له ژوندانه بې برخې کړي دي. له دغو پېښو اغېزمنه شوم او د خپلو ماشومانو په اړه مې فکر کاوه، چې له دغو پېښو سره مخ نشي.
هغې ويلي، چې د کورنۍ خوښه یې نه وه؛ خو دې د ماین پاکۍ پرېکړ وکړه.
هغې په دې اړه ویلي؛ ما د خپل راتلونکي او خپلو ماشومانو لپاره دا پرېکړه وکړهږ ما غوښتل، چې بامیان له ماین پاک او هر څوک له ژونده خوند واخلي.
رضايي په هېواد کې د دغې دندې پر وړاندې له ګواښونو او ننګونو هم اندېښمنه ده او وایي؛ زه د خپلې دندې د امنیت په اړه اندېښنه لرم؛ ځکه، چې له ماینه د دې ولایت له پاکېدو سره نشم کولی په نورو ولایتونو کې، چې هلته ډېرې سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې دي کار وکړم.
رضايي هیله منه ده، چې په ټولنپوهنه یا لرغونپوهنه کې ماسټري بشپړه کړي.
رضايي او د هغې ۱۹ کسیزه ډله په افغانستان کې د ښځینه ماین پاکوونکیو لومړۍ ډله ده.
هغه وایي: د وسلو څارنې نړیوالې جایزې تر لاسه کول مو د بنسټیزو بدلونونو لامل شو. کله مو، چې دا جایزه تر لاسه کړه؛ زه او ډله مو افغان ټولنې وپېژندلو او مونږ ثابته کړه، چې ښځې د نرینه وو په څیر سخت کار کولی شي او مونږ له هغوی سره برابر یو.
په افغانستان کې له درې لسیزو څخه وسلوالې شخړې روانې دي او ترې نه یوازې د ماینونو میراث پاتې دی، بلکې بېلابېل ناچاودو توکو هم هېواد د چاودنو له خطر سره مخ کړی.
له ۱۹۸۹ کال راپدیخوا د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام د دغو خطرناکو توکو د پاکولو کار پیل کړی؛ خو دا، چې جګړه روانه ده؛ هره میاشت شاوخوا د ځاني زیان ۱۲۸ ملکي پېښې ثبت کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې له ماینونو اغېزمن شوی او تر دې دمه ۳۲ زره خطرنکې سیمې له ماینونو پاکې شوې دي