ګوتیریش په خپل ټویټ کې څرګنده کړې، چې اوربند به په ټوله نړۍ کې ډیپلوماسۍ او بشري مرستې ته لار اواره کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ زه یوځل بیا د نړیوال اوربند غوښتنه کوم، چې د درد درملنه وکړي، د ډیپلوماسۍ لپاره لار اواره کړي او د کرونا واکسین په ګډون بشري مرستو ته زمینه برابره کړي.
هغه ویلي: که خلک د دې ویروس په بهیر کې له یو بل سره جګړه وکړي؛ نو ویروس به یوازنی ګټونکی وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کرونا ویروس تطبیق د افغانستان په ګډون د نړۍ له ۷۲ هېوادونو پرته په ټوله نړۍ پیل شوي دي.
د جان هاپکنز پوهنتون د څرګندونو له مخې؛ په نړۍ کې له ۱۱۱ میلیون ډېر خلک پر کرونا ویروس اخته شوي او له دوه میلیون ډېر پر ویروس اخته ناروغان مړه شوي دي.
یاد پوهنتون په ډاګه کړې، چې له ۶۲ میلیون ډېر پر ویروس اخته کسان له روغتیا برخمن شوي دي