د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار نن رسنیو سره خبرو کې ویلي چې د پاکستان پخواني حکومت لخوا چې ظاهرآ یې اشاره د عمران خان حکومت ته وه ، د ټي ټي پي بندیانو خلاصول او پولو خلاصول لویه تېروتنه وه. نوموړي خپل بیان کې زیاته کړله چې «تېر حکومت له یوې خوا د اورپکو سره د خبرو او اعتماد جوړونې په بهانه سلګونه خطرناک بندیان خوشي کړل او بیا څوک کابل ته لاړل د یوې پیالې چای څښلو بدل کې یې د ټي ټي پي وسلوالو ته پولې هم خلاصې کړلې ، چې هغه وخت شاوخوا ۴۰ زره وسلوال له افغانستان څخه پاکستان ته را ووښتل. چې د هغې امله اوس پاکستان کې امنیتي وضیعت خراب شویدی. »
اسحاق ډار د افغانستان سره اړیکو باره کې وویل چې هر ځل ما هڅه کړي چې افغانستان ته سفر وکړم، امنیتي پېښې رامنځته شي او زما سفر وځنډيږي، نوموړي زیاته کړله چې ښو اړیکو لپاره ښه ماحول رامنځته کول پکار دي. او داسې وضیعت کې چې افغان طالبان د پاکستان ضد وسلوالو ټي ټي پي څخه ملاتړ کوي. او بلې خوا ښې اړیکي غواړي نو په یوه وخت دا دواړه نشي کیدلی.