د پاکستان پلازمینې اسلام آباد څخه راپورونه وایي چې د جرمني سفارت یوه لوړ رتبه دیپلومات د سختو امنیتي تدابیرو لاندې په کرکرم هایټس سیمه کې په خپل کور دننه مړ موندل شوی.
د جرمني سفارت د پېښې تایید کړی او ویلي یې دي چې مړ شوی دیپلومات توماس یورګین بیلفیلډ، چې د سفارت دوهم سکرتر و، د دوشنبې په ورځ مړ وموندل شو.
د اسلام آباد پولیسو هم د پېښې تصدیق کړی او ویلي یې دي چې د دیپلومات جسد عدلي طب څېړنو لپاره لېږل شوی دی. د پولیسو په وینا، هغوی د پېښې د خبر تر ترلاسه کولو سمدلاسه ځانونه سیمې ته ورسول، او هلته یې دیپلومات جسد داسې حال وموند چې د خولې او پوزې څخه یې وینې تللي وې.
د دې پېښې د علت معلومولو لپاره پلټنې روانې دي، او لا تر اوسه د مړینې دقیق علت په ډاګه شوی نه دی.