د افغانستان پرځيدلي حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح نن خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان د پاکستان لخوا اشغال شوی ، چې د همدغه اشغال له وجهې د افغانستان اقتصاد ته سخته ضربه رسیدلي ، د نوموړي په وینا “ د پاکستان لخوا د افغانستان دوه نیمو میاشتو اشغال له امله تر اوسه دې افغانستان ناخالص کورني محصول ( GDP ) دېرش (۳۰) لویدلي ، د فقر کچه نوي فیصده (۹۰٪) زیاته شوي ، د شریعت په نوم د افغان مېرمنو ازادي اخیستي او کورني غلامۍ کې یې ساتلي ، ملکي خدمات په ټپه ولاړ دي ، رسنۍ او د بیان ازادي نشته ، بانکونه بند دي، ښاري منځنۍ طبقه لاړه، د افغانستان لپاره دیپلوماسي دوحې ته ولیږدول شوه. د افغانستان بهرني او امنیتي تصمیمونه د پاکستان پوځ عمومي قوماندانۍ ( GHQ) کې نیول کیږي. نادولتي موسیسې د رژیم څخه ډېر پیاوړي دي. د تورخم څخه د غنمو ۱۴ موټرو بار اونۍ اخلي. د پآکستان پوځ عمومي قوماندانۍ روزل شویو تروریستانو باندې ټول دفترونه ډک دي”.