امریکايي سناتور لیندسي ګراهم خپل تازه بیان کې د سوریې په شمال ختیځ کې د داعش د اهدافو پر ضد د امریکا تازه هوايي بریدونه وستایل، خو هغه وویل چې دا اقدامات کافي نه دي. نوموړي ټینګار وکړ چې په شمال ختیځ سوریه کې شاوخوا ۵۰ زره داعشي بندیان، چې د کردي ځواکونو لخوا ساتل کېږي، باید خوشې نه شي.
سناتور ګراهم وویل چې ، کردي ځواکونه چې د امریکا په مشرۍ د داعش په ماتولو کې یې مهمه ونډه لرله، باید د ترکیې یا د هغو رادیکال ډلو له ګواښونو خوندي وساتل شي چې اوس یې سوریه تر ولکې لاندې راوړې ده. هغه زیاته کړه چې ترکیه د خپلو امنیتي اندېښنو لپاره مشروع حق لري، خو خبرداری یې ورکړ چې د ترکیې او سوریې د دموکراتیکو ځواکونو تر منځ هر ډول جګړه به د داعش د بندیانو د تېښتې زمینه برابره کړي، چې دا به د امریکا لپاره یوه ستره فاجعه وي.
لیندسي ګراهم وویل: “تېر ځل چې داعش واکمن و، زرګونه اروپایان او امریکایان د هغو بریدونو قرباني شول چې په سوریه کې پلان شوي وو.”
هغه خبرداری ورکړ چې د داعش بیا ظهور به په سیمه کې ګډوډي رامنځته کړي او په نړیوالو بازارونو کې به د تېلو بیې لوړې کړي، چې د امریکا اقتصاد به مستقیم اغېزمن کړي.
د ترکیې لپاره د یوې بېوسلې خوندي سیمې د رامنځته کېدو وړاندیز په ترڅ کې، نوموړي وویل چې که ترکیه پر کردي ځواکونو پوځي برید وکړي، دا به د امریکا ملي ګټو ته سخت زیان ورسوي.
سناتور ګراهم په پای کې وویل چې دی چمتو دی په دوه اړخیز سیاسي ملاتړ سره پر ترکیه بندیزونه ولګوي، که چېرې هغوی د هغو کردي ځواکونو پر ضد اقدام وکړي چې د امریکا سره یې د داعش په ماتولو کې مرسته کړې ده.