د امریکا جمهور ریس نن رسمآ اعلان وکړ چې راتلونکو څلورو میاشتو کې به افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت پایته رسوي. او ټول سرتیري به راوباسي. خو په افغانستان او سیمه باندې به د القاعدې ، داعش او نورو ترهګرو ډلو باندې خپل نظر ساتلی لري. بایډن یادونه وکړله چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو وروسته به هم افغانستان سره خپلو پوځي او بشري مرستو ته دوام ورکړي