پرافغانستان د واکمنو طالبانو موقت حکومت بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي خپلو تازه څرګندونو کې د پاکستان هغه ادعاګنې رد کړلې چې ګواکې د پاکستان دوښمنان د افغانستان خاوره کې دي. متقي چې نن یوه خبري کنفرانس ته خبرې کولې وویل چې “موږ د پاکستان چارواکو څخه هیله کوو چې د خپل بام واورې دې د بل چا پر بام نه اچوي . پاکستان خپله خاوره کې مشکلات باید په خپله حل کړي . او زموږ هم دا غوښتنه ده چې د پېښور پېښې دقیقه څېړنه دې وشي”. نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې دا هم زیاته کړله چې ” پاکستان دې تور نه پورې کوي چې افغانستان د تروریزم مرکز دی . که احیانآ افغانستان د تروریزم مرکز وای نو دا ترهګري به بیا چین ، تاجکستان ، ترکمنستان ، ازبکستان او ایران ته هم غځیدله. خو نن چې دا ملکونه ټول په امن دي . افغانستان امن کې دی . نو معلومیږي چې دلته د ترهګرو مراکز نشته”. د یادولو ده چې د امیر خان متقي دا بیان داسې مهال مخې ته راځي چې دوه ورځې د مخه د پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د پېښور پولیسو لاین چاودنې وروسته تور پورې کړی وو چې د پاکستان دوښمنان په افغانستان کې امن ځایونه لري.