اوکراین د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د روسیې ګاز نور نشي کولی د خپلې خاورې له لارې اروپا ته ولېږدول شي. د اوکراین د انرژۍ وزارت ویلي چې دا اقدام د هغې موافقې د پای ته رسېدو له امله شوی، چې د ۲۰۲۴ کال په وروستۍ ورځ ختمه شوه. وزارت زیاتوي چې دا پرېکړه یې د روسیې له لوري د اوکراین پر ضد د یرغل په ځواب کې کړې ده، ترڅو روسیه د دې لارې له عوایدو بې برخې کړي.
د اوکراین ولسمشر زلینسکي خپل تازه بیان کې ویلي چې دا یو تاریخي ګام دی. اروپایي هېوادونه اوس د امریکا او ناروې په مرسته د خپلې اړتیا وړ ګاز چمتو کوي، او روسیه په تدریجي ډول د خپلو انرژۍ بازارونو له لاسه ورکولو سره مخ ده.
روسیه مخکې له بالټیک سمندر، بیلاروس، پولنډ او اوکراین له لارې اروپا ته خپل طبیعي ګاز صادروه. خو د ۲۰۲۲ کال په پیل کې د جګړې له پیل سره روسیې قصداً د بالټیک، بیلاروس او پولنډ پایپ لاینونو له لارې د ګاز انتقال بند کړ، په دې بهانه چې مصرفونکي هېوادونه باید د ګاز قیمتونه په روبلو ورکړي.
د روسیې دې پرېکړې په اروپا کې د انرژۍ بحران رامنځته کړ، خو امریکا او ناروې د اروپایي هېوادونو اړتیاوې پوره کړې. تر دې مهاله، د اوکراین له لارې لا هم ۱۳۰ میلیارده میتره مکعبه ګاز اروپا ته انتقالېده، خو د دې تړون له نوي کولو څخه د اوکراین د انکار په پایله کې یاد ترانزیت هم بند شو.
د اروپایي اتحادیې چارواکو ویلي چې دوی له مخکې پر پلانونو کار پیل کړی، او تمه کېږي چې په راتلونکو دوو کلونو کې به اروپا د روسیې له هر ډول ګاز څخه بې اړتيا شي.