د ناټو یو لوړپوړي چارواکي رسنیو ته څرګنده کړې چې د اوکراین د امنیت تضمین په موخه، فرانسه او بریتانیا په اوکراین کې د خپلو پوځیانو د ځای پر ځای کولو په اړه غور کوي.
راپور زیاتوي چې د دې طرحې لپاره ځانګړي وړاندیزونه په نظر کې نیول شوي، ترڅو د امریکا د نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب، د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې د خبرو ملاتړ او د متحدینو د امنیت تضمین وشي.