د پاکستان پوځ رسنیو دفتر یا (ISPR) په خپل تازه بیان کې د ایران او پاکستان سرحدي سیمې ته څېرمه د وسلوالو سره نښته کې د څلورو پوځیانو وژلو خبر ورکړی. بیان کې راغلي چې “د اپریل په لومړۍ نیټه ، د بلوچستان کیچ سیمه کې د ایران او پاکستان ګډې پولې ته څېرمه ترهګرو یوې ډلې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په معمول سرحدي ګزمې برید کړی چې له بده مرغه د نایک شیر احمد، لانس نائیک محمد اصغر، سپاهی محمد عرفان او سپاهی عبدالرشید په ګډون څلور پوځیان لومړی سخت ژوبل شول او وروسته مړه شول.”
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر ټویټر خپل بیان کې یوازې د خپلو پوځیانو سرښندنې ستایلي. او نور یې پدې اړه څه ندي ویلي.
د یادولو ده چې پاکستان کې پر پوځیانو او نورو امنیتي ادارو کسانو بریدونه ډېر شوي. چې دوه اونۍ د مخه هم جنوبي وزیرستان کې د پاکستان څارګرې ادارې یو لوړ پوړی افسر ډګروال مصطفئ کمال او د پوځ درې سرتیري د وسلوالو سره نښته کې وژل شوي وو.