راپورونه له جنوبي کوریا څخه ښيي چې د ججو ایر پرواز 7C2216 چې 181 مسافر لري د موآن نړیوال هوایي ډګر کې د اضطراري هبوط پر مهال له رنپو څخه ښویېدلې او اور یې اخیستی
د جنوبي کوریا د یونهاپ خبري اژانس په وینا، لږ تر لږه 28 کسان مړه شوي او څو نور ټپیان دي
د دې پېښې دقیق علت لا نه دی معلوم شوی خو په ټولنیزو رسنیو کې شریکه شوې ویډیوګانې ښيي چې د هواپيما یوه انجن په هوا کې له یوې مرغانه سره ټکر کړی چې ممکن دې پېښې ته یې زمینه برابره کړې وي
نور جزئیات به وروسته شریک شي