د امریکا جمهور رئیس جوبایډن د خپلې دفتري اعلامیې له مخې ویلي، چې اسراییل او حزبالله په هغه اوربند توافق کړی چې د امریکا لخوا وړاندې شوی و. په دې اعلامیه کې راغلي چې دواړه خواوې د اوربند پر شرایطو رضا شوې دي.
بل لور ته د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو هم په یوه تازه بیان کې اعلان کړی چې د حزبالله سره په اوربند هوکړې ته رسېدلی دی. نوموړي په خپل بیان کې درې دلایل وړاندې کړي چې ولې یې دغه اوربند منلی. د هغه په وینا:
“لومړی دا چې د ایران له لوري د ګواښونو مخنیوی، چې جزئیاتو ته به یې اوس نه ننوځم. دوهم د نظامي ځواکونو بیا رغونه او د تجهیزاتو کمښت لرې کول، چې ژر به ترسره شي.
او دریم د حماس او نورو ډلو ترمنځ اړیکې پرې کول او د حماس لا منزوي کول، چې همدا اوس هم یوازې پاتې دی.”
نتانیاهو په خپل بیان کې زیاته کړه: “د ایران رژیم هڅه کوي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي. د دې ګواښ له منځه وړل د اسراییل د راتلونکي امنیت لپاره زما تر ټولو مهمه دنده ده.”
هغه ډاډ ورکړ چې د شمالي سیمو ټول اوسېدونکي به خپلو کورونو ته بېرته ستانه کړي او خبرداری یې ورکړ: “که حزبالله دغه توافق مات کړي، سخت ځواب به ورکړو.”
بلخوا، د حزبالله ډلې هم له لبنان څخه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی د اوربند په هوکړه زړه ښه کړی دی.