د ننګرهار څخه خبرونه وایي چې د جلال اباد ښار کې د طالبانو په امنیه قوماندانۍ ډلییز وسلوال برید شوی. د ننګرهار څخه یوې خبري سرچیني ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د داعش وسلوالې ډلې درې بریدګرو د جلال اباد ښار کې د طالبانو په امنیه قوماندانۍ وسلوال برید کړی چې له امله یې یو طالب وژل شوی ، او ځوابیه برید کې یو وسلوال هم وژل شوی او دوه نور په تېښته بریالي شویدي.
د یادولو ده چې دا دې داعش لخوا په افغانستان کې په طالبانو لومړنۍ دا ډول برید دی چې ترسره کوي یې.